د ګرځنده براډبانډ (Broadband) خدمتونو وړاندې کولو لپاره د فریکونسي مزایده

naweed_admin

په افغانستان کې له تېرو څو کلونو را پدېخوا د موبایل د څلورم نسل (4G) خدمتونو څخه ګټه اخیستنه په چټکۍ سره مخ پر وده روانه ده او په مارکیټ کې د براډ بانډ مخابراتي (غږیز او انټرنټ) خدمتونو لپاره  تقاضا ورځ تر بلې مخ په ډیریدو ده. د موبایل مخابراتي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته د اضافي فریکونسي وېش به د مخابراتي (غږیز او انټرنټ) خدمتونو په کیفیت باندې مثبت اغیز ولري. د اضافي فریکونسي وېش د چټک سرعت انټرنټ ته د لاسرسي، د سکتور د اقتصادي ودې او پرمختګ او همدا رنګه د غږیزو اړیکو د کیفیت د پیاوړتیا لپاره اغیزمن نقش لوبوي.

له همدې کبله، د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) په هېواد کې د موبایل براډبانډ خدمتونو وړاندې کولو په موخه د مخابراتي شرکتونو لپاره د فریکونسي په ۱۸۰۰ میګاهرټز، ۲۱۰۰ میګاهرټز او ۲۶۰۰ میګاهرټز بانډونو کې د مزایدې دغه عامه خبرتیا خپروي. هغه متقاضیان چې په مزایده کې د ګډون لپاره تخنیکي، حقوقي او مالي شرطونه پوره کوي، د رقابت له لارې د فریکونسي د پورته یادو سرچینو د ترلاسه کولو لپاره په آزاده، عادلانه او شفافه مزایده کې ګډون کولی شي. د فریکونسي د هغه سرچینو په هکله چې مزایدې ته وړاندې کیږي، کامل جرئیات په اړونده پالیسي کې موجود دي. متقاضي شرکتونه کولی شي په اترا اداره کې د مزایدې لپاره د ثبت او راجسټریشن له بشپړولو نه وروسته د پالیسي سند د اټرا ادارې څخه ترلاسه کړي.

د فریکونسي دغه مزایده به د اترا ادارې لخوا ددې خبرتیا له خپرولو څخه شپېته (۶۰) تقویمي ورځې وروسته اجرا شي.

د مزایدې د مختلفو مراحلو دقیقې نېټې او نور اړوند معلومات، په مزایده کې د ګډون کولو د بلنې (ITA Invitation To Apply) په سند کې موجود دي چې متقاضیانو ته به د ثبت او راجسټریشن له بشپړولو څخه وروسته د اړوندې پالیسي سره یو ځای ورکول کیږي.

په مزایده کې د ګډون لپاره لېوال شرکتونه کولی شي چې د مزایدې اړوند سندونه (پالیسي او ITA) د راجسټریشن اداري فیس (لس زره "۱۰۰۰۰" امریکایي ډالر) له تحویلولو او د راجسټریشن له بشپړولو څخه وروسته د لاندې آدرس څخه تر لاسه کړي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ په لاندې پته اړیکه ونیسئ:

د فریکونسي د طیف د منجمنټ ریاست

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا)

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ودانۍ نهم پوړ، محمدجان خان واټ کابل

ایمیل: freq.auction@atra.gov.af, m.fazli@atra.gov.af

Latest announcements

Wed, Jun 30 2021 10:48 AM
Background image

Contract Award Notice

Procurement of Critical Upgrade of Afghanistan National Data Center (ANDC) - Non IT Equipment...

Tue, Jun 08 2021 9:27 AM
Background image

Contract Award Announcement of supply of three items

Announcement of the decision to award the contract for the supply of three items of lubricant necessity for the ...

Sun, Sep 06 2020 2:52 PM
Background image

Contract Award Notice

Contract Name: Procurement of Enhancement of National Internet Exchange of Afghanistan(NIXA)...

Back to announcements