نورستان ولایت کې دسلام مخابراتي شبکې د ۸ سایټونو سروې تر سره شوه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د نورستان ولایت د مخابراتو ریاست، اټرا ادارې او افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د ګډ مسلکي ټیم له لوري د (کامديش ولسوالی اړوند ثمر باغ، باز ګل مرکزی کامديش بر مڼده ګل د برګمټال ولسوالی اړوند اوله ګل، نيک موک د منډول ولسوالی اړوند پوشال، اترارا سرجنګل، سرقلعه، چسپال د دواب ولسوالی دهنه پيار، او د نورګرام ولسوالی پشګر، مليل مشپه) سیمو ته د مخابراتي او انټرنيټي چوپړتیاوو برابرولو په موخه د اترا ادارې د لسمې پروژې ۸ سايټونو د سروې چارې پيل شوې او همدارنګه، د یادې ادارې د اتمې پروژې د ۳ سایټونو فعالیت بررسي شو.
د یادونې وړ ده چې ډېر ژر به یې عملي چارې هم پیل شي او له جوړیدو وروسته به د یادو سیمو محترمو اوسیدونکو ته مخابراتي خدمتونه وړاندې شي.