د مخابراتو وزارت د اتلس پوړیزې ودانۍ د (۶-۷-۱۲-۱۴) پوړونو د ترمیمولو په موخه د الماریو، پارکیټ فرشونو او رنګ چمتو کولو د ترمیماتي پروژې د داوطلبی اعلان
Publish Date
Closing Date
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د مخابراتو وزارت د اتلس پوړیزې ودانۍ د (۶-۷-۱۲-۱۴) پوړونو د ترمیمولو په موخه د الماریو، پارکیټ فرشونو او رنګ چمتو کولو د ترمیماتي پروژې د برابرولو او عرضه کولو په پروژه کې برخه واخلي او خپل وړانديزونه د قرارداد له شرايطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، په تړلي ډول د سهار تر لسو بجو پورې د ۱۴۰۲/۹/۳۰ نیټې څخه د کابل ښار د دوهمې ناحیې اړوند د مخابراتو وزارت د ۱۸ پوړیزې وداني په ۱۴ پوړ کې د تدارکاتو د رئیس دفتر ته وسپاري. بې وخته او د بریښنالیک له لارې وړاندیزونه نشي منل کیدی.
نوماندان کولی شي د داوطلبۍ فورمه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ویب پاڼېwww.mcit.gov.af او د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان باید د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه د دوه سوه پنځه پنځوس زره دوه سوه دوه اویا (۲۵۵۲۷۲) افغانیو په اندازه وړاندې کړي لکه څنګه چې د وړاندیز په ناسته کې په قرارداد کې ویل شوي.
د داوطلبۍ پرانیست غونډه د ۳۰/۹/۱۴۰۲ نیټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د تدارکاتو ریاست په تالار کې جوړیږي.
سندونه:
د شرطپاڼي لینک
په درنښت
الحاج مولوی نجیب الله "حقانی"
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت سرپرست