د پروان ولایت د مخابراتو ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز د شپږمې دورې فراغت غونډه
د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د کمپیوټر او انټرنټ روزنیز مرکز له شپږمې دورې څخه د یو شمېر ادارو د کارکوونکو په ګډون ۳۶ تنه فارغ شول.
یادو زده کوونکو ته د کمپیوټر د بېلابېلو پروګرامونو او انټرنټ په برخو کې د عملي زده کړو وروسته د فراغت بریلیکونه و ویشل شول.