د روشن مخابراتي شبکې د ټکنالوجۍ لوی رییس نجیب هوتک د معصومې خاوري سره وکتل

naweed_admin
Wed, May 26 2021 11:18 AM
ملاقات نجیب هوتک رییس عمومی تکنالوژی شرکت مخابراتی روشن با وزیر مخابرات

ه پیل کې ښاغلي هوتک د مخابراتي خدمتونو د پراختیا لپاره د دغه شرکت د وړتیاوو، امکاناتو او همدارنګه د پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي هوتک په هیواد کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په وړاندې شته نیمګړتیاوو او ننګونو ته اشاره وکړه او د دواړو ادارو په خپلو کې د همکاریو او د همغږۍ غوښتنه وکړه. ښاغلي هوتک یادونه وکړه چې د روشن مخابراتي شرکت د مخابراتي خدمتونو د 4 جي خدمتونو په ګدون د ښه والي او پراختیا په برخه کې ژمن دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د یاد شرکت د خبرو او لیدلوري د اوریدو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د مخابراتو وزارت د یو پالیسۍ جوړونکې او د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور ملاتړي ادارې په توګه به د خپلو امکاناتو په حدودو کې د مخابراتي خصوصي شرکتونو سره د ستونزو د حل کولو په برخه کې همکاري وکړي.

په پای کې دواړو لوریو پر اړیکو او لاډیرو همغږۍ ټینګار وکړ