په خوست ولایت کې ملکي روغتون ته د نوري فایبر پروژې کار پیل شو

naweed_admin
Sat, Nov 14 2020 9:33 AM
پروژه

د خوست ولایت ملکي روغتون ته د نوري فایبر له لارې د انټرنیټ د رسولو پروژه چې وار د مخه پیل شوې وه خو د کرونا د ناورین له امله یې چارې ټکنۍ شوي وې نن یې چارې بیا پیل شوې.

یاده پروژه د قراردادي شرکت لخوا پرمخ بیول کیږي او چارې یې د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د افغان ټلیکام انجینرانو د څارنې لاندې او د ښاروالۍ د سړکونو د ساتنې او نورو زیربنایي سکتور غړو سره په تفاهم د قرارداد د شرایطو او معیارونو په نظر کې نیولو سره ترسره کیږي، د دې پروژې په تکمیل او د انټرنیټ سره د یاد روغتون په وصل کیدو سره به د ناروغیو د ژر تشحیص او د بهر څخه د متحصیصینو سره د مشورې او telemedicine یا د لرې ځای څخه د تشحیص او تداوئ امکانات برابر شي.