د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په سکتور کې د پانګونې لټه

naweed_admin
Thu, Sep 24 2020 9:29 AM
احمد مسعود لطیف رای

نن سه شنبې د روان کال د تلې میاشتې په لمړۍ نیټه، ښاغلي سعید جان ځدران د چارو د اداری د پانګونی د اسانتیا واحد د څیړنی او پرمختګ ریاست رییس د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د پالیسۍ او برنامو معین ښاغلي احمد مسعود لطیف رای سره لیدنه وکړه.

د لیدنی اصلی موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په سکتور کې د بهرنۍ او کورنۍ پانګونو جلبول ، د شته پانگونی د ارقامو او معلوماتو راټولول او‌تحلیل ول.

په دې لیدنه کې دواړو ادارو د موجوده پانګونې ارزونه او پر نويو ظرفیتونو او امکاناتو د پانګونې د جلب لپاره ټینګار وکړو. په دې ناسته کې پریکړه وشوه، چې د دواړو خواوو نه به یو کاري ټیم جوړ چې په دې برخه کې کار وکړي.