د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د رسنیو له مسئولینو سره ولیدل

superadmin
Wed, May 09 2018 5:03 AM
kkk

نن چهار شنبه د ۱۳۹۷ کال د ثور په ۱۹ مه نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلی شهزاد اریوبي د ژور نالېستانو ټولنو او د رسنيو له مسئولینو سره په ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت فعالیتونه، لاسته راوړنې او د مخابراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره راتلونکي پلانونه شریک کړل. همدارنګه د وزارت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو په اړه یې د دوه اړخیزه همکارۍ غوښتنه وکړه
ښاغلي اریوبي وویل چې رسنۍ د یوې ټولنې ژبه ده. قوانینو، بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي اصل ته ژمن یو او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې له خلکو سره معلومات شریکوو.