عزیزي بانک د آنلاین پیسو د ورکړی د سیسټم معرفی کوي

superadmin
Thu, Jan 01 1970 5:03 AM

د مرغومی دوهمه، ۱۳۹۶
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي د عزیزي بانک سره په ناسته کې د انلاین د پیسو د ورکړی او د نوی سیستم معرفی کولو باندی خبری وکړي.
ښاغلي اریوبي زیاته کړه که څه هم موږ پدې برخه کې لاله وړاندې خپل کار پيل کړی خو د عزیزي بانک دا نوی تکنالوجی به دغه پروسه نوره هم غښتلی کړي


د اریوبي په وینا د مخابراتو وزارت ژمن دی چې په لوړ کیفیت هیوادوالو ته ښه خدمتونه وړاندې او اسانتیاوې رامنځته کړي.
د عزیزي بانک مسئولینو په خپلو خبرو کې وویل د انلاین پیسو د ورکړی سیستم په فعالیدو سره به هیوادوال وکولای شي چې د هیواد په هره برخه کې د پیسو انلاین راکړه ورکړه ترسره کړي. ددې سیسټم په فعالیدو سره به د پاسپورټ په اخستنه کې اسانتیاوی رامنځته شي
د بانک مسئولینو د مخابراتو وزیر د ژمنی او همکاری څخه مننه وکړه.