له ډیټا سنټر څخه لېدنه

mcitadmin
Thu, Jan 01 1970 5:03 AM

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوچۍ سرپرست وزیر شهزاد آریوبي د ډیټاسنټر له بېلابېلو برخو څخه لېدنه وکړه. په لېدنه کې د مختلفو ریاستونو رییسان او اړوند مسئولین موجود وو. سرپرست وزیر د یوه پیاوړي، چټک، منظم او په بشپړه توګه خوندي ډیټاسنټر جوړولو په تړاو اړوند مسئولینو ته د عاجلو اقداماتو لپاره  لازم هدایات او سپارښتنې وکړې. نوموړي همدا راز په یاده برخه کې له پرمختللې ټکنالوجۍ څخه په ګټې اخیستنې باندې ټینګار وکړ.