د کار او ټولنيزو چارو له مالي او اداري معين ښاغلي لعل الدین اريوبي سره ليدنه

mcitadmin
Thu, Jan 01 1970 5:03 AM
د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوجۍ سرپرست وزير شهزاد اريوبي د کار او ټولنيزو چارو له مالي او اداري معين ښاغلي لعل الدین اريوبي سره وليدل. سرپرست وزير د دوی د نېکو هېلو مننه وکړه او د ګډ کار لپاره يې په همغږۍ ټينګار وکړ. 
ښاغلي لعل الدین اريوبي د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کارکوونکو لپاره د ځانګړيو تخفيفي سيم کارتونو، د ډيجيټل تلفونونو د زياتوالي، د متقاعدينو لپاره د بيوميټرک سیستم او د کار او ټولنيزو چارو وزارت له ولايتي څانګو سره د نوري فايبر له طريقه د وصل کېدو غوښتنه وکړه. سرپرست وزير د پوره همکارۍ ژمنه وکړه او اړوند برخې ته يې د عاجلو اقداماتو هدايات ورکړل