د الیکترونیکي تذکرو په اړه ناسته

mcitadmin
Thu, Jan 01 1970 5:03 AM

د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ د سرپرست وزیر شهزاد اریوبي په مشرۍ د الیکترونیکي تذکرو د وېش اړوند غونډه وشوه. په دغه ناسته کې د احوال نفوس د مرکزي ادارې رئیس او مرستیال تر څنګ د GTR شرکت رئیس او د اړوند ادارو تخنیکي مسولینو برخه درلوده.
سرپرست وزیر د درې اړخېزې همغږۍ په رامنځته کولو ټینګار وکړ او ترڅنګ یې د الیکترونیکي تذکرو د وېش لپاره په امادګۍ تاکيد وکړ.