ابتکار - د معلوماتي ټکنالوجۍ د نویو کمپنیو روزنیز مرکز پرانیستل شو

superadmin
Thu, Jan 01 1970 5:03 AM

د ابتکار ( د معلوماتي ټکنالوجۍ د نویو کمپنیو رزنیز مرکز) د روان ۱۳۹۳ کال د قوس میاشتې په ۳ مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزی سنګین لخوا د یو مطبوعاتي  کنفرانس په ترڅ کې پرانستل شو.

ښاغلي امیرزی سنګین په دغه غونډه کې خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو په اړه یې د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل او د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د نويو کارو بار پیلونکوته د ابتکار(نوښت) پروګرام د خدمتونو پیلول یې حیاتي وبلل، هغه وویل: د خوشحالی ځای دی چی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په هیواد کې د معلوماتي ټکنالوجي خدمتونو په برخه کې یو بل ستر ګام اخلي. هغه په خپلو خبرو کې وویل: چې  د ابتکار پروګرام د دغه مرکز د جوړولو څخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت موخه داده چې د نويو کاروبارونو پیل کوونکي کسان چې نوښتګر نظریات لري او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د خپلو شخصي کمپنیو جوړولو ته لیوال دي د روزنې او د زده کړې لپاره د اړتیا وړ وسایل او اسانتیاوې چمتو کړي.

ښاغلي سنګین زیاته کړه چې د نويو کاروبارنو پروګرام په پیل کولو سره، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت غواړي چې په خپل ځآن متکي د نويو کاروبار پیل کولو خدمتونه تاسیس کړي تر څو په هیواد کې له نويو او مخ په زیاتیدونکي کاروباري کمپنیو څخه ملاتړ وکړي او افغانستان چې اوسمهال د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې یو مصرفي هیواد دی د معلوماتي ټکنالوجۍ د صنعت په برخه کې په یوه تولیدي هېواد بدل شي.

د یادولو وړ دی چې دغه پروګرام د ټکنالوجۍ او نوي کاروبار TechNation ادارې لخوا پرمخ وړل کیږي.