پکتیا ولایت احمد آبا ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شرکت سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
Sun, Nov 15 2026 11:45 AM
ولایت پکتیا افغانستان

د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ فیروزخیلو سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت نوی سایټ جوړ اوګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد سایټ په فعالېدو سره به  د فیروزخیلو سربېره نږدې شا او خوا ساحو اوسېدونکي د چټک او لوړ کیفیت مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو څخه برخمن شي.

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وايي، هڅه کوي چې د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ د یاد ولایت ټولې له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې سیمې تر پوښښ لاندې راولي.