بلخ ولایت کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د نوي سایټ د جوړیدو چارې وڅارل شوې
د مخابراتي خدمتونو د پراختیا صندوق (تی دی اف) له بودیجې څخه، د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ په تخدان علي کلي کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د نوي سایټ د بنسټ اېښودنې له چارو څخه څارنه ترسره شوه.
د څارنې موخه د رغنیزو چارو د کیفیت ډاډمنول او د پروژې د چارو د سم پلي کېدو ارزونه وه چې د یاد سایټ په بشپړېدو او فعالېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د لاسرسي زمینه برابره شي.
