په لوګر کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت نوی آنټن فعال شو

naweed_admin
Thu, Oct 15 2026 12:19 PM

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په همکارۍ، د دغه ولایت د مرکز اړوند په التمور سیمه کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت نوی مخابراتي آنټن فعال شو.

د دغه آنټن په فعالېدو سره به د التمور سیمې او یو شمېر شاوخوا کلیو اوسېدونکو ته د مخابراتي خدمتونو د لاسرسي زمینه برابره او د دغو خدمتونو کیفیت ښه شي.

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست هڅه کوي چې د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د مخابراتي شبکو پوښښ پراخ او هېوادوالو ته د معیاري مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.