په کندز کې د روشن مخابراتي شبکې نوی آنټن فعال شو

naweed_admin
Tue, Oct 13 2026 3:30 PM
کندز

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په همکارۍ، د یاد ولایت د قلعه‌زال ولسوالۍ په قولخ باغچې کلي کې د روشن مخابراتي شرکت اړوند سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه سایټ په فعالېدو سره به د قولخ باغچې کلي اوسېدونکي مخابراتي اړیکو ته آسانه لاسرسی ولري، چې ورسره به د اړیکو ټینګښت، معلوماتو ته د لاسرسي او ورځنیو چارو د ترسره کولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي شبکو د پوښښ پراختیا، د خدمتونو د کیفیت ښه‌والي او هېوادوالو ته د معیاري او دوامدارو مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.