د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

naweed_admin
Thu, Oct 01 2026 12:38 PM
تحقیق و توسعه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د څېړنې او پراختیا عمومي ریاست له لوري، د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې رامنځته شوې طرحې او نوښتونه د پریزنټېشنونو له لارې د ارزونې کمېټې ته وړاندې شول.

په دې ناسته کې نوښتګرو ځوانانو خپلې طرحې، د هغو د عملي کېدو څرنګوالی او د بېلابېلو ستونزو د حل لپاره یې وړاندیز شوې تخنیکي لارې چارې تشریح کړې، چې د ارزونې کمېټې له لوري د تخنیکي وړتیا، نوښت، عملي کېدو او اغېزمنتیا له پلوه و ارزول شوې.

technology

په وړاندې شویو طرحو کې د وینې بانک (Blood Bank)، د موټرچلوونکو د خوندیتوب لپاره د سترګو محافظتي عینکې (Driver Safety Glasses)، د اوبو د سرچینو د مدیریت ځیرک سیستم (Smart Water Management System)، او د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د ازموینې پوښتنو د تولید سیستم (AI-Powered Exam Questions Generator) شامل وو.

Information Technology

په دغې ارزونه کې د څېړنې او پراختیا عمومي رئیس ښاغلي دوکتور الطاف احمد علمیار، وویل چې د نوښتګرو طرحو ملاتړ او د هغوی د وړتیاوو وده د هېواد د علمي او تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره مهمه ده او زیاته یې کړه چې د وزارت د څېړنې او پراختیا عمومي ریاست هڅه کوي د نوښتګرو ځوانانو لپاره د خپلو طرحو د پراختیا او عملي کېدو مناسب فرصتونه برابر کړي.

الطاف احمد علمیار

نوموړي څرګنده کړه چې د نوښتونو د ارزونې موخه د وړ او عملي طرحو پېژندنه او د هغوی د لا پراختیا او عملي کېدو لپاره د لازم ملاتړ زمینه برابرول دي.

د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د څېړنې، نوښت او ټکنالوژۍ د پراختیا په برخه کې د نوښتګرو طرحو د ملاتړ او ارزونې لړۍ روانه ساتي.