غور ولایت کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
Thu, Sep 24 2026 12:33 PM
ولایت غور

د هیواد لیرې پرتو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو د پراختیا او برابرولو په موخه غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزرات د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت د تیورې ولسوالۍ نیلي سیمه کې یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه سایټ په فعالېدو سره چې اوسمهال ۲جي خدمتونه وړاندې کوي د یادې او نیږدې شاه او خوا سیمو اوسېدونکي به مکالماتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ومومي او په دې برخه کې به یې ستونزې حل شي