د سلام پوهنتون محصلینو ته د نوښتونو د ثبت په اړه علمي سیمینار وړاندې شو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري په دغه سمینار کې محصلینو ته د نوښتونو د ثبت پر اهمیت، اړوند بهیر او د خپلو علمي او تخنیکي طرحو د عملي کولو پر لارو چارو معلومات وړاندې شول.
د نوښتونو د ثبت آمر، عبدالـمتین سمسور، د وینا پر مهال وویل، اوسنی عصر د ټکنالوژۍ او چټک پرمختګ عصر دی او اړتیا ده چې ځوانان په بېلابېلو برخو کې مسلکي او متخصص شي. نوموړي د نوښتونو د ثبت سیستم د نوښتګرو او مالي سرچینو ترمنځ د یوه پُل په توګه یاد کړ او ویې ویل، دغه سیستم به له نوښتګرو سره د خپلو طرحو د عملي کولو او پراختیا په برخه کې مرسته وکړي.
نوموړي پر محصلینو ټینګار وکړ چې په یوه مشخصه برخه کې تخصص ترلاسه او خپلې وړتیاوې تر مسلکي کچې ورسوي.
ورپسې د سلام پوهنتون د اداري چارو مرستیال، حسیب الله روفي، د دغه ډول علمي سمینارونو د جوړېدو له امله د مخابراتو وزارت څخه مننه وکړه او ویې ویل، دا ډول پروګرامونه محصلینو ته زمینه برابروي چې خپلې وړتیاوې او فکري طرحې له رسمي ادارو سره شریکې او د هېواد د پرمختګ په برخه کې ونډه واخلي.
په پای کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د څېړنې او نوښت محترم ریاست د ثبت او نوښت متخصص، ښاغلي مصطفی رحیمي، د نوښتونو د ثبت سیستم په اړه ګډونوالو ته پریزنټېشن وړاندې کړ.
د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د «نوښتونو ثبت» تر عنوان لاندې دا ډول علمي سمینارونه د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې د محصلینو د نوښتګر فکر د پیاوړتیا او د علمي او تخنیکي طرحو د ملاتړ په موخه وړاندې کېږي.
