بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د هیواد لیرې پرتو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو د پراختیا او برابرولو په موخه بادغیس ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوژۍ وزرات د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) او د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د سلام شبکې یو مخابراتي سایټ د یاد ولایت د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه سایټ په فعالېدو سره د یادې او نیږدې شاه او خوا سیمو اوسېدونکي به د لوړ کیفیت مکالماتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ومومي او په دې برخه کې به یې ستونزې حل شي.
