د نوښتونو د ثبت په اړه د باختر پوهنتون محصلینو ته علمي سیمینار وړاندې شو

naweed_admin
Sun, Sep 06 2026 1:45 PM
سیمینار علمی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري، د باختر پوهنتون په همکارۍ، د دغه پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو ته د «نوښتونو د ثبت» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سیمینار وړاندې شو.

د سیمینار موخه د ټکنالوژۍ په برخه کې د محصلینو او ځوانانو د نوښتونو د ثبت په اړه د پوهاوي لوړول، د څېړنې او نوښت لپاره د مناسب علمي او عملي چاپېریال رامنځته کول او د نوښتګرو نظریو د عملي کېدو او پراختیا لپاره د لازم ملاتړ او اسانتیاوو په اړه معلومات وړاندې کول وو.

د پروګرام په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د نوښتونو د ثبت امر، ښاغلي عبدالمتین سمسور، د نوښتونو د ثبت پر اهمیت خبرې وکړې او په وینا یې هغه ځوانان چې د ټکنالوژۍ په برخه کې یې نوښت یا اختراع کړې وي، کولای شي خپل نوښتونه د وزارت له اړوند سیستم سره ثبت کړي او له موجوده امکاناتو او آسانتیاو څخه ګټه واخلي، ښاغلي سمسور له محصلینو وغوښتل چې خپل ابتکاري نظریات او نوښتونه ثبت کړي، څو د هغوی د نوښتونو د ملاتړ، پراختیا او لا پرمختګ زمینه برابره شي.

ورپسې، د باختر پوهنتون رئیس، احمد فرید عارفي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له همکارۍ او د دغه ډول علمي پروګرامونو له جوړېدو مننه وکړه او ویې ویل چې دا ډول سیمینارونه د محصلینو د علمي ودې، نوښت او ظرفیت لوړونې لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د نوښتونو د ثبت په برخه کې د عامه پوهاوي لوړولو، د نوښتګرو ځوانانو هڅولو او له هغوی سره د همکارۍ او ملاتړ په موخه بېلابېل پروګرامونه په لاره اچولي دي.