پکتیا ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت ۲ سایټونو انټرنټي ظرفیت ۴جي ته لوړ شو
د هېواد لرو پرتو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو د پوښښ تر څنګ د کیفیت د ښه والي په موخه د پکتیا ولایت دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اتصالات مخابراتي شرکت د ګډوهڅو په پایله کې د یاد ولایت مرکز ګردیز ښار او څمکنیو ولسوالۍ په منده خیلو سیمه کې د دوو مخابراتي سایټونو انټرنټي ظرفیت ۴ جي ته لوړ شو.
د دغو مخابراتي سایټونو د ظرفیت په لوړېدو سره به د پکتیا ولایت د یادو سیمو اوسیدونکي لوړ کیفیت انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.
د یادونې وړ ده تر دې وړاندې هم د پکتیا ولایت په ډېر شمېر ولسوالیو او مرکز کې د ګڼو مخابراتي سایټونو د فعالېدو تر څنګ د کیفیت د ښه والي لپاره هم هڅې شوي او د ډېر شمېر مخابراتي سایټونو ظرفیت لوړ شوی دی.
