کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ چې د ۴جي ټکنالوژۍ خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا لري فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه سایټ په فعالېدو سره، د یادې سیمې اوسېدونکي به د لوړ کیفیت مکالماتي او اینټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ومومي او په دې برخه کې به یې ستونزې حل شي.
د یادونې وړ ده چې د سیمې اوسېدونکو د نوي مخابراتي سایټ د فعالېدو هرکلی وکړ او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او روشن مخابراتي شرکت له هڅو یې مننه وکړه.
