کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
Sun, May 17 2026 4:47 PM
کونر ولایت

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ دلاحسین درې سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او اخیستنې ته وسپارل شو.

یاد مخابراتي سایټ د غوره مخابراتي چوپړ د وړاندې کولو په موخه په ۲جي او ۳جي ټکنالوژۍ سمبال دی چې د مکالماتي آسانتیاو سربیره انټرنټي خدتونه وړاندې کوي.

د دغه سایټ په فعالېدو سره، د یادې والسوالۍ اوسېدونکي به د لوړ کیفیت مکالماتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ومومي او په دې برخه کې به یې ستونزې حل شي.