د خوست ولايت دوه مندې ولسوالۍ کې د اتوما مخابراتي شرکت د ۲ سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه
دهیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د خوست ولايت دوه مندې ولسوالۍ اړوند شیبلاني او څپړي غرونو په سر د اتوما مخابراتي شرکت د ۲ سایټونو د جوړولو په موخه د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اترا ادارې د ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري سروې ترسره شوه او د جوړولو عملي چارې به یې هم ژر پیل شي.
د یادونې وړ ده د یادو مخابراتي سایټونو په جوړیدو سره به د خوست ولایت دوه مندې ولسوالۍ ډیری سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شي.
