د PDMS سیستم د اړتیاوو لپاره د موبل او فرنیچر (میز، څوکۍ، المارۍ او ترازو) د تدارک او برابرولو د پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان
په دې توګه، د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په نظر کې لري چې د خپل د PDMS سیستم د اړتیاوو لپاره د موبل او فرنیچر (میز، څوکۍ، المارۍ او ترازو) د برابرولو او تدارک د پروژې قرارداد، د محترم حمید بارک افغان تجارتي او لوژستیکي خدماتي شرکت ته، چې د کابل ښار د لسمې ناحیې په وزیر محمد اکبرخان، ۱۳ نمبر سړک کې موقعیت لري، د پنځه سوه څلوېښت زره او پنځه سوه (۵۴۰۵۰۰) افغانیو په ارزښت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې تړاو هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل لیکلی اعتراض د اعلان له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، د دلایلو سره یوځای، د مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۸ منزله ودانۍ د ۱۴مې پوړۍ د تدارکاتو آمریت ته د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې له مخې وسپاري.
یادونه: دا اطلاعیه د قرارداد د عقد معنا نه لري، او تر هغه چې یاد مهلت بشپړ او قانوني مراحل تعقیب نه شي، قرارداد به نهایي نهشي.
والسلام
الحاج حافظ محمد امین جان "عمری"
د مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالی او اداری مرستیال
