د معیار او کیفیت ادارې د مرکزي ۳۵ مسلکي بستونو اعلان

naweed_admin
Thu, Apr 09 2026 2:07 PM

Publish Date

Closing Date

Location

کابل

د معیار او کیفیت ملي اداره، د کار د اهل کسانو ته د دندو د سپارلو او د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق، د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو، او د مسلکي، متعهد او اغېزمن بشري ځواک د جذب په موخه، د خپلو مخکنیو اعلانونو په دوام، دا ځل د (۳۵) مسلکي بستونو (دریم، څلورم او پنځم) بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

هغه متقاضیان چې لازم شرایط ولري او د افغانستان تابعیت ولري، کولای شي د ۱۴۰۵ هـ ش د حمل له ۱۶ نېټې څخه تر ۱۴۰۵ هـ ش د حمل تر ۲۶ نېټې پورې، د (۱۰) کاري ورځو لپاره د غوښتنلیک ځانګړې فورمې د معیار او کیفیت ادارې د وېبپاڼې له لارې او یا هم د لاندې لینک له لارې آنلاین ترلاسه او ډکې کړي:

(https://forms.gle/LHegtmLCeSiWGL4z8)

متقاضیان دې د فورم له ډکولو وروسته، خپل خلص سوانح او اړین اسناد، چې پکې د تحصیلي سند کاپي شامل وي او د لوړو زده کړو وزارت له خوا تائید شوی وي، ضمیمه کړي. هغه کاندیدان چې پخوا یې په امارتي ادارو کې دنده ترسره کړې وي، یوازې د خلص سوانح وړاندې کول ورته بسنه کوي؛ خو هغه کاندیدان چې په خصوصي ادارو او مؤسساتو کې یې کار کړی وي، مکلف دي چې د خپل کاري قرارداد کاپي هم وړاندې کړي.

له دې وروسته، ټول اسناد دې په یوه (پی دی اف) فایل کې ترتیب او د اعلان له پای ته رسېدو مخکې د آنلاین فورم له لارې د معیار او کیفیت ادارې ته واستول شي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره کولای شئ له لاندې شمېرونو سره اړیکه ونیسئ۰۷۷۵۷۴۸۰۲۰ ۰۷۴۵۸۶۳۸۵۸ ۰۷۸۰۷۳۸۲۳۰ ۰۷۸۴۷۱۴۴۱۰

د ۳۵ مسلکي بستونو جدول له لاندې لینک څخه ترلاسه کړئ

الحاج ملا فیض الله تمیم

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس