لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
Thu, Mar 12 2026 12:05 PM
Logar

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت ټینګار وکړ او په لرې پرتو او محرومو سیمو کې یې د فعالیتونو د پراخولو غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه چې د دې ناستې هدف دمخابراتي شرکتونو سره په چارو کې همغږي لري او محرومو سیمو ته د مخابراتي پوشش غزولو او خلکو د غوره او ګړندي مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د وړاندې کول وو.

محترم مولوي مطیع الله عابد د لوګر ولایت د بیلابیلو سیمو د خلکو ستونزې او وړاندیزونه یې د مخابراتي شرکتونو استازو ته وسپارل او همداډول د مخابراتي شرکتونو استازو د مخابراتي شبکو د لا پراختیا او د ښاریانو د مختلفو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ژمنه وکړه.