د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Thu, Dec 18 2025 10:19 AM
ولسوالی سیغان ولایت بامیان

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ چې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته یې رغنیزې چارې څه موده وړاندې پیل شوې وې اوس مهال بشپړېدو ته نیږدې شؤي دي.

د بامیانو ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي تنظیم (اټرا) ادرې استازو له لوري د یاد مخابراتي سایټ له نیږدې څارنه ترسره شوې او د چارو په بشپړولو کې یې قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې او د قرارداد معیار په پام کې نیولو ټینګار کړی.

د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره به د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ زیات شمیر اوسېدونکي له مخابراتي او انټر نیټي خدمتونو برخمن شي.