د پکتیا مرکز ګردېز اړوند مجاهد څلور لارې کې د سلام مخابراتي شرکت د خدمتونو د وړاندې کولو استازولۍ پرانېستل شوه!

naweed_admin
Thu, Nov 20 2025 11:05 AM
ولایت پکتیا

د دې څانګې په فعالېدو سره به د مرکز ګردېز اوسېدونکي وکولای شي مخابراتي او انټرنټي خدمتونو او د مخابراتي ستونزو د حل په موخه په آسانه او لنډ ډول نیږدې استازولۍ ته لاسرسی ولري.

د یادوني وړ ده د نوې نمایندګۍ د فعالیت موخه د خلکو ستونزو ته په وخت رسیدنه، د شبکې د کیفیت لوړول، او د پکتیا میشتو لپاره د مخابراتي خدمتونو او ستونزو حل ته پر وخت لاسرسی دی .

د سیمې خلکو د دې ګام هرکلی کړی او دا یې د اسانتیاوو په زیاتېدو کې مهم پرمختګ یاد کړی.