د کاپیسا ولایت مرکز کې د روشن مخابراتي شرکت ۴جي خدمتونو پرانیسته وشوه
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې محترم شیخ اسدالله سنان، د کاپیسا ولایت د مقام مرستیال، د بېلابېلو ادارو یو شمېر مسؤلینو او د روشن مخابراتي شرکت استازو ګډون کړی و.
په دې مراسمو کې د کاپیسا ولایت د مقام مرستیال محترم شیخ اسدالله سنان څرګنده کړه چې ټکنالوجي د ننني عصر یوه بیړنۍ اړتیا ده، او په دې برخه کې یې د لا زیاتو هڅو غوښتنه وکړه.
همداراز، د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي دلاور برهان په خپلو خبرو کې له روشن مخابراتي شرکت څخه غوښتنه وکړه چې خپل مخابراتي خدمتونه د دې ولایت نورو سیمو ته هم پراخ کړي.
د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ولایتي اداره (اترا)، او د روشن مخابراتي شرکت، د مخابراتي خدمتونو د ښه والي او پراختیا په برخه کې د خپلو هڅو له امله وستایل شول.
