د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ کې د دوه مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Tue, Oct 28 2025 11:27 AM

د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د برابرولو په موخه د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې د دوه مخابراتي سایټونو چې د اترا ادارې د لسمې پروژې د پلان له مخې تطبیقیږي له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه.

د یادو مخابراتي سایټونو له جوړېدو سره به د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ د میداني او شیخانو کلي سربیره ډیری سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شي.

د خوست ولایت د مخابراتو ریاست او اترا ادارې له لوري د څارنې په ترڅ کې اړونده شرکت ته د قرارداد مطابق د چارو د ترسره کېدو لازمې لارښوونې هم وشوې.