د دایکندي ولایت څلورو ولسوالیو کې ۴ مخابراتي آنټنونه فعال شول
د دایکندي ولایت هغه سیمې چې له ډېر وخت راهیسې له مخابراتي آسانتیاو بې برخې او د اینټرنټي او مکالماتي چوپړتیاو په برخه کې له ستونزو سره مخ وې د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې د ټي ډي ایف بودیجې د لسمې پروژې د پلان له مخې ورته یو شمېر مخابراتي انټنونه په نظر کې نیول شوي وو چې له ډلې یې ۴ مخابراتي آنټنونه د دایکندي ولایت شهرستان،میرامور او خدیر ولسوالۍ کې هغه سایټ چې له اوږدې مودې راهیسې غیر فعال و، چارې یې تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یادونې وړ ده په یاد ولایت کې د یو شمېر نورو مخابراتي انټنونو چارې هم بشپړېدو ته نیږدې شوي چې لنډه موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
