د نورستان ولایت منډول ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ رغنیزې چارې پیل شوې

naweed_admin
Sat, Oct 18 2025 3:45 PM
ولایت نورستان

د نورستان ولایت منډول ولسوالۍ د مخابراتي پوښښ د پراختیا او د یادې ولسوالۍ د محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په موخه چطور سیمه کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت سلام شبکې یو سایټ چې د ټي ډي ایف لسمې پروژې له مخې پلان شوی و رغنیزې چارې پیل شوي.

د یاد مخابراتي سایټ له فعالېدو سره به د منډول ولسوالۍ چطور سیمې ډیری برخې له انټرنټي او مکالماتي خدمتونو سره ونښلول شي.