د خوست ولایت موسی خیلو ولسوالۍ کې د ټي ډي ایف لسمې پروژې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Thu, Oct 02 2025 9:53 AM
ولایت خوست

د هېواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي چوپړ د غځولو په موخه د خوست ولایت موسی خیلو ولسوالۍ الادور سیمه کې د ټي ډی ایف لسمې پروژې د سلام مخابراتي شبکې له جوړېدونکي انټن څخه څارنه ترسره شوه.

یاد مخابراتي سایټ چې د موسی خیلو ولسوالۍ کې یې رغنیزې چارې پیل شوي جوړېدو سره به یې د یادې ولسوالۍ زوړ کوټ، ګبر، الادور کنډو سیمه، سوړ لادو، لکړې او یو شمېر نورې سیمې له مخابراتي خدمتونو برخمنې کړي.

د یادونې وړ ده د څارنې په ترڅ کې اړونده برخو ته د قرارداد مطابق د چارو د ترسره کولو سپارښتنه وشوه.