لوګر ولایت کې د ټي ډي ایف د لسمې پروژې د یو شمېر مخابراتي سایټونو رغنیزې چارې بشپړېدو ته نیږدې شوي
د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د یاد ولایت بیلابیلو ولسوالیو کې د اټرا ادارې د ټي ډي ایف د لسمې پروژې له رغنیزو چارو څارنه کړې او په وینا یې څرخ او محمدآغې ولسوالیو کې د مخابراتي سایټونو رغنیزې چارې کابو ۹۵ سلنه بشپړې شوي او تر څنګ یې د خوښۍ ولسوالۍ د مخابراتي سایټ ۶۰سلنه کارونه مخې ته تللي چې لنډ وخت کې به د یادو مخابراتي سایټونو رغنیزې چارې پای ته ورسېږي او د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده له فتحې وروسته د لوګر ولایت بیلابیلو او په خاص ډول محرومو سیمو کې تر دې دمه ۲۳ مخابراتي انټنونه نصب شوي او د کیفیت د ښه والي په موخه د یاد ولایت ډیری ولسوالیو کې د مخابراتي شرکتونو انټنونو ظرفیت ۳جی او ۴جی ته هم لوړ شوی.
