د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ څارنه ترسره شوه

د هېواد لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په دوام د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ آبقول سیمه کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې د یوه جوړېدونکي مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اترا ادارې استازو له لوري څارنه ترسره شوه.
د دغې څارنې په ترڅ کې رغنیزې چارې له نیږدې وڅارل شوې او اړونده قراردادي شرکت ته د اصولو او قرارداد مطابق د چارو د سر ته رسولو هدایات ورکړل شول.
د بغلان ولایت آبقول سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت د انټن په فعالېدو سره به د یادې سیمې ډیری محرومې برخې له مخابراټي چوپړ څخه برخمنې شي.