د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار کې د روشن مخابراتي شرکت د یوه نوي سایټ د جوړېدو سروې ترسره شوه

naweed_admin
Mon, Sep 15 2025 3:35 PM
Paktika

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار د ملا سنګین فاتح چوک ته څېرمه د روشن مخابراتي شرکت د یوه سایټ د جوړولو سروې د یاد ولایت د مخابراتو ریاست، اترا ادارې او د شرکت استازو له لوري ترسره شوه .

یاد مخابراتي سایټ مرکز ښرنه کې د غوره مخابراتي چوپړ د وړاندې کولو او همداراز د پوښښ ساحې د پراختیا په موخه جوړېږي چې د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار سربیره به نیږدې سیمو ته هم مخابراتي چوپړ وړاندې کوي.