میدان وردکو ولایت مرکز میدان ښار کې د اټوما مخابراتي شرکت د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

naweed_admin
Mon, Sep 15 2025 2:44 PM
میدان وردک

د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او د کیفیت ښه والي په موخه د میدان وردک ولایت مرکز میدان ښار کې د اټوما مخابراتي شرکت د یوه مخابراتي سایټ سروې ترسره شوه چې نیږدې راتلونکي کې به یې رغنیزې چارې هم پیل شي.

د یاد مخابراتي سایټ په جوړېدو سره به د میدان ښار سربیره یو شمېر نیږدې سیمې هم د یاد مخابراتي شرکت له چوپړتیاو برخمنې شي.