د کندز ولایت یوشمیر ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې درې سایټونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د کندز ولایت آقتاش، خان آباد او ګلتپه ولسوالیو کې درې مخابراتي سایټونه د مخابراتي ستونزو د حل په موخه چې اټرا اداري د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته جوړ او د مخابراتي چوپړ د وړاندې کؤلو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول .
د یادو مخابراتي سایټونو په فعالېدو سره به د کندز ولایت د آقتاش، خان آباد او ګلتپه ولسوالیو اوسیدونکي له مخابراتي خدمتونو برخمن شي او کولای شي له انټرنټي او مکالماتي چوپړ ګټه پورته کړي.
د یادولو وړ ده دکندز ولایت د یادو ولسوالیو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې د هېواد لرو پرتو سیمو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او هغه سیمې چې له ډېره وخته د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې وې اوس مهال ورته غوره مخابراتي چوپړ وړاندې کېږي.