کونړ ولایت کې د یوشمیرپوستي او کارګو شرکتونو له خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

naweed_admin
Sun, Aug 17 2025 10:19 AM
ولایت کنر

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس کونړ ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه څارنه اوکنټرول ترسره شو.

د دې څارنې په ترڅ کې پوستي او کارګو شرکتونو مسئولینو ته سپارښتنې وشوې چې د غیر قانوني خدمتونو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده چې د پوست قانون مطابق پوستي شرکتونه کولاى شي چې د يو مشتري پارسل د يو کیلو ګرام څخه تر ۴۲ کيلو ګرام پورې واخلي او خدمتونه ترسره کړي .

او همدارنګه د کارګو شرکتونه د يو مشتري پارسل چې د ۴۲کيلو ګرام څخه زيات وزن ولري واخلي اوخدمات ترسره کړي خو دکارګو شرکتونو مسئولين نشي کولاى چې د ۴۲ کيلو ګرام څخه کم وزن لرونکي پارسلونه د مشتري څخه واخلي.

دا څارنه د غیر قانونی فعالیتونو د مخنیوي، د پوستي او کارګو شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, او همدارنګه د دولتي عوایدو د ډیریدو په خاطر ترسره شوه.