زابل ولایت شاجوي ولسوالۍ کې د مخابراتي شرکتونو د پیرودنکو خدمتونو د استازولیو له فعالیتونو څخه څارنه ترسره شؤه

naweed_admin
Tue, Aug 12 2025 3:33 PM
ولایت زابل افغانستان

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست له لوري یاد ولایت په شاجوي ولسوالۍ کې د مخابراتي شرکتونو دپیرودونکو خدمتونو استازولیو څخه د سیمکارتونو د خرڅلاو، ثبت او راجستریشن او د خلکو شکایتونو ته د رسیدنې په موخه څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو مسئولینو ته لارښوونه وشوه چې د سیمکارتونو د پلور، ثبت او راجسټریشن پرمهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلاره په بشپړه توګه پلي کړي او له مخې یې خپلې چارې سرته ورسوي، او خپلو پیرودونکوته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي ترڅو د پیرودونکو د ستونزو د حل سبب وګرځي.

د یادونې وړ ده چې زابل ولایت  شاجوي ولسوالۍ کې د مخابراتي شرکتونو مسوولینو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلاره به مراعت کړي او له مخې یې خپلې چارې تر سره کوي.