د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت وزیر د وزارت د ګڼو برخو رئیسانو سره غونډه ترسره کړه

naweed_admin
Sat, Jun 14 2025 6:18 PM

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د مخابراتي  او اداري چوپړتیاوو د لا ښه تنظیم، د اداري او خدماتي چارو د چټکتیا، راتلونکو پلانونو، د تر لاس لاندې برنامو او د ټولیز لاسرسي د لسمې پروژې اړوند جوړیدونکو مخابراتي سایټونو  د ساختماني چارو د پرمختګونو  او د مخابراتو او ټکنالوجۍ په برخه کې په نورو ګڼو موضوعاتو د یاد وزارت د اړونده برخو له رئیسانو سره غونډه ترسره کړه.

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د خپلو خبرو په ترڅ کې مسؤلينو ته د چارو د لا ښه والي له وظيفوي غفلت څخه د ځان ساتنې او د ټکنالوجۍ او مخابراتو په برخه کې د موثرو اقداماتو د اخیستو په موخه لازمې لارښوونې وکړې .

ښاغلي وزیر صاحب دغې ناسته کې ټینګار وکړ چې ټول هېواد کې د مخابراتي سکټور اړوند قوانین باید پلي او چاته اجازه ورنکړل شي چې د پالیسیو او کړنلارو خلاف عمل ترسره کړي هغه همداراز یادونه وکړه چې د هېواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د رسولو په برخه کې جدي پاملرنه وشي او هڅه باید وکړو چې د هېواد ټولې برخې له مخابراتي او انټرنټي خدمتونو څخه برخمنې کړو ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني یادونه وکړه چې ټولې چارې باید په پوره همغږۍ او په ګډه ترسره شي او د چارو د موثریت په موخه باید پر وخت او دقیق ډول اقدامات وشي.

د یادونې وړ ده یاده غونډه چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ترسره شوه د وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي پوهنیار احمد مسعود لطیف رای، د اترا ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي استاد عطا محمد یاري مالي او اداري مرستیال ښاغلي مفتي نجم الدین ملاخېل، د بورد غړو او د ګڼو برخو رییسانو پکې ګډون درلود.