د ارزګان ولایت مرکز ترین کوټ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پیرودونکو خدمتونو دریمه څانګه پرانیستل شوه

naweed_admin
Mon, Feb 10 2025 3:21 PM
ولایت ارزگان

د افغان بیسیم مخابراتی شرکت د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاوو د برابرولو په موخه د ارزګان ولایت په مرکز ترین کوټ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پیرودونکو مخدمتونو دریمه څانګه د یولړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه .

د ارزګان ولایت مرکز ترین کوټ اوسیدونکي کولای شي د دې څانګې په پرانیستو سره سیمکارتونه او نور مخابراتي توکي ترلاسه او خپلې مخابراتي او انټرنیټي ستونزې په آسانۍ سره حل کړي.