په پنجشیر ولایت کې د سلام مخابراتی شبکې د درې نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې وشوه

naweed_admin
Wed, Feb 05 2025 12:24 PM
ولایت پنجشیر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په لارښوونه او د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم په هڅو، د سلام مخابراتي شبکې د ۳ نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو لپاره د تخنیکي سروې کار بشپړ شو.

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس ښاغلي عبدالحمید نوري وویل چې دا سایټونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې د ټي ډي اف بودیجې له لارې د شتل، ابشار، او پریان ولسوالیو کې جوړیږي.

د دې سایټونو په فعالیدو سره به د پنجشیر ولایت د یادو ولسوالیو اوسیدونکي ۳جي مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.

د یادونې وړ ده چې د دې ولایت اوسیدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اقداماتو ستاینه کړې او دا پروژه یې په سیمه کې د مخابراتي آسانتیاو د ښه والي لپاره یو مهم ګام بللی.