د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۱۴۳ تنه فارغ شول

د پکتیا ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (د ویندوز اساسات، ام اس ورد، اکسل، اکسس، پاورپوینټ او انټرنیټ) په برخه کې، د نولسمې دورې له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۱۴۳ تنو زده کوونکو چې له د ډلی څخه ۱۱۱ تنه محصلین او د ښوونځیو زدکوونکې او ۳۲ تنه یې د بیلابیلو دولتي ادارو کارکوونکې وو چې ورته بري ليکونه وويشل شول.
په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې. او همداراز ځوانان یې و هڅول چې د موجوده فرصت څخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې پوهې د پراختیا لپاره پوره ګټه واخلي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زدهکړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.