د فاریاب ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول

د فاریاب ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټر او عصري علومو په برخه کې، د څوارلسمې دورې له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۲۷ تنو زده کوونکو ته بري ليکونه وويشل شول.
په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د فاریاب ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او همداراز ځوانان یې و هڅول چې د موجوده فرصت څخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې پوهې د پراختیا لپاره پوره ګټه واخلي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.