غور ولايت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست د کمپیوټر ښوونيز مرکز پرانيستل شو

naweed_admin
Mon, Oct 14 2024 2:34 PM
مخابرات ولایت غور

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې سره سم د غور ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست ښوونیز مرکز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس محترم مولوي محمد طارق فاروقي او د څیړنې او پراختیا عمومي رئیس محترم الطاف احمد علمیار، د غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي محمد یوسف رهنما، د ښار والۍ رئیس محترم مولوي امین الله شریفی، د امارتي ادارو رئیسانو او د نوموړي ولايت رسنيو او خلکو په ګډون په رسمي ډول پرانیستل شو.

په دغه غونډه کې د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ د څیړنې او پراختیا عمومي رئیس ښاغلي الطاف احمد علمیار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني پیغام د غونډې ګډونوالو ته ولوست.

مخابرات ولایت لوگر

او همدا رنګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس محترم مولوي محمد طارق فاروقي د ولایتي روزنیزو مرکزونو د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، چې دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مقام په لومړي قدم کې د ۱۶ محرومو ولایتونو اړوند د کمپیوټر ښوونیز مرکزونه د تجهیز په پروګرام کې شامل کړیدي.

نوموړي وویل چې د دې ښوونیزو مرکزونو په تجهیز باندې د ۳۵ میلیونه افغانیو څخه زیات لګښت راغلی دی.

مخابرات ولایت لوگر

همداراز نوموړي زیاته کړه چې ټکنالوجۍ په اوسني عصر کې يوه اساسي اړتيا ده، او په ځانګړي توګه یې د یاد ولایت له ځوانانو غوښتنه ؤکړه چې د ښوونیزو مرکزونو د کمپیوټري زده‌کړو له پروګرامونو څخه سالمه ګټه واخلي او په دې مرکزونو کې د شپږ میاشتني ښوونیز کورس له بشپړولو وروسته معتبر اسناد ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې د غور ولایت ولسونو او د غونډې ګډونوالو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام قدرداني وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت غور ولایت ته د عصري ټکنالوجۍ او د کمپیوټر ښوونیز مرکز لپاره عصري تجهیزات برابر کړل چې له مخې به یې یاد ولایت کې د ټکنالوجۍ په برخه کې ظرفیتونه ډېر او ولس به یې له ګټو مستفید شي.