د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د مخابراتي شرکتونو له یو شمېر مسؤلینو سره ناسته وکړه

naweed_admin
Wed, May 29 2024 11:14 AM
وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو له یو شمېر مسؤلینو سره د مخابراتي خدمتونو پر پیاوړتیا، د سیم کارټونو د ثبت او راجسټر پروسې پر چټکتیا او هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د پوښښ پر پراختیا خبرې وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د مخابراتي شرکتونو استازو ته په څرګند ډول وویل چې دوی مکلف دي هغه قوانين چې دوی ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې لخوا وضع شوي پلي کړي او د قانون مطابق خپل خدمات سر ته ورسوي، ښاغلي وزیر صاحب زیاته کړه چې مونږ د سکټور د پیاوړتیا او بهبود لپاره هلې ځلې کوو او هڅه کوو چې په ګډه د مخابراتي سکټور چارې په منظم ډول مخې ته لاړې شي او کوم حقوق چې د ملت دي او زمونږ مکلفیت دی هغې ته باید په سم ډول رسېدنه وشي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني مخابراتي شرکتونو ته هدایت وکړ چې دوی باید د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې سره خپل ټول هغه تجهیزات چې په غیر قانوني ډول نصب شوي ثبت کړي او هڅه وکړي چې خپلې ټولې پروسې د قانون مطابق سر ته ورسوي چې د احصایو له مخې ترې دې دمه له ۷ زرو ډېر مخابراتي تجهیزات شتون لري چې په غیر قانوني ډول نصب شوي او جواز نه لري.

همدا راز دغې ناسته کې ښاغلي وزیر صاحب وویل، اوس یې وخت رارسېدلی چې په ګډه افغانستان کې د کیفیت او مخابراتي خدمتونو د پوښښ پراختیا لپاره کار وشي او هېوادوالو ته د افغانستان په ټولو برخو کې با کیفیته مخابراتي خدمتونه ترسره شي.

ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني هغه راپور هم مخابراتي شرکتونو سره شریک کړ چې له مخې یې تر دې دمه په هېواد کې د طرزالعمل مطابق سیمکارټونه ثبت او راجسټر کړي، ښاغلي وزیر صاحب خوښي څرګنده کړه چې هېواد کې د غیر قانوني مخابراتي سیمکارټونو په مخنیوي کې مخابراتي شرکتونو په خپله برخه کې همکاري کړې او توانېدلي دي چې هېواد کې ډېر شمېر غیر قانوني سیمکارټونه په قانوني ثبت او راجسټر کړي د دې پروسې په نهایي کېدو سره به هم مخابراتي شرکتونه مصؤن پاتې شي او هم به ولسونه مصؤن شي ځکه دا هغه ستونزه وه چې زمونږ ډېری هېوادوال یې په ستونزو کې راګیر کړي وو ، د وزیر صاحب په خبره هېواد کې باید سیمکارټونه قانوني وي او همدا راز ولسونو ته باید په دې برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.

مسوولین شرکت های مخابراتی افغانستان

د یادونې وړ ده دغې ناسته کې چې د بیلابیلو مخابراتي شرکتونو مسؤلینو ګډون درلود خوښي یې څرګنده کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په مرسته وتوانیدل هېواد کې د غیرقانوني سیمکارټونو مخه ونیسي او دا پروسه بریا ته ورسوي، د مخابراتي شرکتونو په وینا هر یو شرکت له زرو پورته کسان په دې موخه په دندو ګمارلي چې د سیمکارټونو د ثبت پروسه ګړندۍ کړي او همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په مرسته توانېدلي د هېواد بیلابیلو دولتي ادارو ته دوی خپل ګرځنده ټیمونه ولېږي څو کم وخت کې ډېر سیمکارټونه چې له پخوا په غیر قانوني ډول ثبت او راجسټر شوي وو په قانوني ډول ثبت کړي.

مخابراتي شرکتونو ومنله چې دوی به خپل ټول هغه تجهیزات چې تر دې دمه ثبت او راجسټر شوي نه دي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې سره ثبت او راجسټر کړي او خپلې ټولې چارې به د قانون مطابق سرته ورسوې او همدا راز ډاډ یې څرګند کړ چې هېواد کې د مخابراتي پوښښ او کیفیت په برخه کې به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هدایت مطابق خپلې چارې مخ ته یوسي.